د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند د قبرزون کلي ته څېرمه په یوه تفریحي سیمه کې پر ملکي وګړو د تېرې ورځې ډزو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني حکومت پر مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د دې پېښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د سختې غندنې ترڅنګ یې، دا د بشریت ضد عمل بللی او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې ده.
ښاغلي کرزي پر خپله ایکسپاڼه زیاته کړې: «پخوانی ولسمشر د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر عامو خلکو د وسلهوالو لخوا برید چې له امله یې زموږ یو شمیر هیوادوال د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي او بشري ضد عمل یې بولي. پخوانی جمهور رئیس د دغې غمجنې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګیرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.»
ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د دې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او دا یې په کلکه غندلې ده. هغه او له مسوولینو د دې پېښې د عاملانو د تعقیب او محاکمې غوښتنه کړې ده.
نصیر احمد فایق زیاته کړې: «د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو وروستی ترهګریز برید، په ځانګړي ډول د شیعه وګړو پر وړاندې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر بېګناه کسان وژل شوي په سختو ټکو غندم.»
په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي چې د دا ډول پېښو عاملین باید ژر تر ژره وپېژندل شي او د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د سیاسي چارو شنونکی روحالله هوتک د دې پېښې د عاملینو نیولو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «اسلامي امارت باید ژر تر ژره د دې پېښې عاملین پیدا کړي. اوس چې په هېواد کې امنیت ټینګ دی، دا د اسلامي امارت د کارکړنو ښکارندویي کوي او باید هېچا ته اجازه ورنه کړل شي چې دا لاستهراوړنه تر پوښتنې لاندې راولي.»
دا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند د قبرزون کلي ته څېرمه په یوه تفریحي ځای کې هغه مهال رامنځته شوه، کله په موټرسایکل سپارو ناپېژاندو وسلهوالو پر عامه خلکو چې د تفریح لپاره راغلي وو، ډزې وکړې. د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د دغو ډزو په پایله کې تر اوسه ۷ تنو ژوند بایللی او ۱۳ نور ټپیان دي.
