د طبیعت غوسه؛ وروستیو بارانونو او سېلابونو څه باندې ۱۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د طبیعت غوسه؛ وروستیو بارانونو او سېلابونو څه باندې ۱۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره وایي، چې په تېره یوه اونۍ کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو له امله په ۲۶ ولایتونو کې ۴۲ تنو خپل ژوندونه له لاسه ورکړی او ۶۶ نور ټپیان شوي دي. د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد زیاتوي، چې سېلابونو ۱۸۰ کورونه په بشپړ ډول او ۸۶۴ نور کورونه په نیمه‌بشپړ ډول ویجاړ کړي دي. د ښاغلي حماد په خبره، وروستیو سېلابونو کې ۴ کیلومتره سړک او ۴۳۲۴ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ شوي او همداراز ۲۴۸ څاروي هم تلف شوي دي.
محمد یوسف د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې، چې دې ادارې د زیانمنو کسانو لپاره مرستې او خواړه په پام کې نیولي او همداراز یې له هېوادوالو غوښتي، څو له هغو سیمو چې د سېلابونو راوتلو ګواښ زیات دی، لیرې واوسي.
په همدې حال، د چاپېریال ساتنې کارپوهان بیا وایي، چې افغانان د اقلیمي بدلون له امله د بارانونو او سېلابونو له ګواښونو سره مخ دي او ټینګار یې کړی، چې خلکو ته باید د طبعیي پېښو د ګواښونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې بارانونه ورسېږي او د هوا پېژندنې ریاست د اټکلونو له مخې، د ورښت دا څپه به د یوې بلې اونۍ لپاره هم دوام ولري.

مطالب بیشتر:  د مخابراتي خدمتونو له بیا فعالیت د ملګرو ملتونو هرکلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *