کرزی: افغانان به په هر ډول شرایطو کې په پوره اتحاد د خپل هیواد دفاع وکړي

کرزی: افغانان به په هر ډول شرایطو کې په پوره اتحاد د خپل هیواد دفاع وکړي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستاڼي الوتکو د تېرې شپې د بمبارۍ په غبرګون کې ویلي، چې افغانان به په هر ډول شرایطو کې په پوره اتحاد د خپل ګران هیواد دفاع وکړي او د زور ځواب به په میړانې سره ووایي.

کرزي پر خپله ایکس پاڼه زیاته کړې، چې پاکستان په خشونت او بمباریو له هغو ستونزو چې پخپله یې ایجاد کړي ځان نشي خلاصولای بلکې خپله پالیسی دې بدله کړي او د افغانستان سره دې د ښه گاونډیتوب، احترام او متمدنې رابطې لار اختیار کړي.

مطالب بیشتر:  امنیتي ځواکونو د کندهار- سپین بولدک پر لاره د وسلو ډک موټر نیولی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *