په افغانستان کې د ترکیې سفارت په یوه پیغام کې د لغمان ولایت د ټرافیکي پېښې له امله خپله خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
دغه سفارت ویلي، په ډېرې خواشینۍ سره یې د دې پېښې او د یو شمېر هېوادوالو د مړینې او ټپي کېدو خبر ترلاسه کړی دی.
د ترکیې سفارت د دغې پېښې د قربانیانو لپاره د مغفرت غوښتنه کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
په دې پیغام کې د ترکیې د دولت او ولس له لوري د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ د ډاډګیرنې مراتب هم څرګند شوي دي.
