پاکستان کې د پټرولو بیو لوړوالی؛ نامتو خبریال یې د حکومت د بې‌کفایتۍ پایله بولي

پاکستان کې د پټرولو بیو لوړوالی؛ نامتو خبریال یې د حکومت د بې‌کفایتۍ پایله بولي

پېژندل شوی پاکستانی خبریال او د ټلویزیوني خپرونو ویاند ډاکټر دانش، د نفتو د بیو لوړېدو په غبرګون کې پر حکومت سختې نیوکې کړې دي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه د سیمې له هېوادونو سره د پټرولو د بیو په پرتلې ټینګار کړی چې پاکستاني وګړي د سون توکو په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوړې بیې زغمي. دغه پاکستاني خبریال روان وضعیت د حکومت د ناسمو تګلارو او د کمزورې ادارې مستقیمه پایله بللې ده.

ډاکټر دانش زیاته کړې: «موږ د نړۍ تر ټولو ګران پټرول زغمو؛ دا ټول د اوسني حکومت د کمزورو سیاستونو او بې‌کفایتۍ پایله ده.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د سون توکو د بیې زیاتوالي پر خلکو د پام وړ اقتصادي فشار راوستی او دې موضوع د دې هېواد په عامه او رسنیزه فضا کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

مطالب بیشتر:  د آسان خدمت زړو مکروریانو مرکز کې نږدې ۴ زره هېوادوالو ته قونسلي خدمتونه وړاندې شوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *