نامتو برېټانوي خبریال: د ایران فشار له امله اسراییلو لبنان سره اوربند ته غاړه کېښوده

نامتو برېټانوي خبریال: د ایران فشار له امله اسراییلو لبنان سره اوربند ته غاړه کېښوده

نامتو برېټانوي لیکوال او خبریال اوون جونز، د هرمز تنګي پرانیستلو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پوسټ ته په اشارې ویلي، چې ایران اسراییل اړ کړ، لبنان سره اوربند ته غاړه کېږدي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه زیاته کړې: «وروستۍ خبره دا ده، ایران اسراییل اړ کړ، لبنان سره اوربند ومني، تر دې وړاندې هېڅکله پر اسراییلو دا ډول فشار نه و راغلی. دا پېښه ثابتوي، چې دې جګړې ایران د پخوا په پرتله خورا پیاوړی کړی دی.»

مطالب بیشتر:  ابراهیم صدر د امنیتي وضعیت ارزونې لپاره نیمروز ته رسېدلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *