ډیموکراټ سناتور مارک کلي ډونالډ ټرمپ یو “فاسد ولسمشر” بللی او ویلي یې دي چې هغه په خپله دویمه دوره کې له دوه میلیارد ډالرو څخه ډېری پیسې ځان ته وهلې؛ په داسې حال کې چې امریکایان د خوړو او سون توکو د اخیستلو لپاره مبارزه کوي.
نوموړي زیاته کړې، ټرمپ دا شتمني له بهرنیو هېوادونو سره د پټو قراردادونو او یو شمېر نورو معاملو له لارې ترلاسه کړې، او یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي.
