قالیباف د ایران پر وړاندې د جعلي خبرونو او رسنیو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړی

قالیباف د ایران پر وړاندې د جعلي خبرونو او رسنیو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړی

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباب د دغه هېواد پر وړاندې د جګړې د رامنځ‌ته کولو لپاره د جعلي خبرونو او رسنیو اوسنۍ فضا ته غبرګون ښودلی.

قالیباف امریکایي وګړو ته به خطاب کې لیکلي: «جعلي بیرغونه بیا پورته شوي او د وینې تږي سوداګر د مایکروفون تر شا ځای پر ځای شوي. دا له ایران سره د جګړې د ردولو او د “لومړی اسراییل” پالیسیو ته د “نه” ویلو لپاره د امریکایانو د شرمولو لپاره د زور زیاتي او ګناه کمپاین دی. دوی غواړي تاسو د ساده‌ګانو په څیر ښکاره کړي؛ دا رول مه منئ.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې په ځینو لویدیځو رسنیو کې د ایران پر وړاندې د احتمالي ګواښونو په اړه راپورونه او ادعاوې زیاتې شوې دي.

مطالب بیشتر:  نن کابل کې یو امریکایي ډالر څه باندې ۶۹ افغانۍ تبادله کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *