فضلي: د پنجاب پوځ اسراییل او امریکا سره د پټو معاملو او امنیتي ناکامیو پټولو لپاره پر افغانستان برید وکړ

فضلي: د پنجاب پوځ اسراییل او امریکا سره د پټو معاملو او امنیتي ناکامیو پټولو لپاره پر افغانستان برید وکړ

د پخواني حکومت پر مهال د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان وروستيو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پنجاب پوځ، له اسراییل او امریکا سره د وروستیو پټو معاملو، او همدارنګه په پاکستان کې د ژورو سیاسي او امنیتي کړکېچونو د پټولو په موخه، یو ځل بیا پر افغان خاوره وحشیانه بمباري وکړه.

فضلي پر خپله ایکس‌پاڼه زیاته کړې، چې پنجابی پوځ نن په ښکاره ډول افغان ولس، که په کابل کې وي او که په پښتونخوا کې، د دښمن په توګه یادوي؛ حال دا چې همدا شرمېدلی او چاپلوس پنجابي پوځ او د پاکستان صدراعظم د امریکا له ولسمشر سره په ډېرې عاجزۍ او چاپلوسۍ چلند کوي، آن تر دې چې هغه ته د سولې د جایزې وړاندیز هم کوي.

د پخواني حکومت دغه چارواکي زیاته کړې، چې پر افغان خاوره دا ډول ښکاره یرغل به بالاخره د پنجابي پوځ او د استعمار له لوري جوړ شوی دغه جعلي هېواد له جدي بحرانونو سره مخ کړي او د ټوټې کېدو تر پولو به یې ورسوي. د هغه په خبره، پاکستان دا مهال د داسې زوال پر لور روان دی چې بېرته راګرځېدل به یې اسانه نه وي.

مطالب بیشتر:  برښنا شرکت: نن د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیونه امریکایي دالرو په لګښت د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارې پیلېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *