د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، امریکايي رایه ورکوونکو خپل انتخاب وکړ، اوس د سپینې ماڼۍ وار دی چې خپله پرېکړه وکړي.
نوموړي امریکا ته په خطاب کې ویلي: « د ایران شرطونه پوره کړئ، چې په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول هم پهکې شامل دي، او یا جګړه غوره کړئ، او وګورئ چې زموږ تجربه لرونکي سرتېري څنګه پر تاسو د دوزخ اور جوړوي.»
