عراقچي پر واشنګټن د ایران د کیمیايي برید راپورونه رد کړي

عراقچي پر واشنګټن د ایران د کیمیايي برید راپورونه رد کړي

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسراییلي پلوه رسنیو هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې تهران په واشنګټن کې د کیمیاوي وسلو کارولو او د بندونو لاندې د توغندیو د اډو جوړولو پلان لري.

عراقچي د سه شنبې په ماښام پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د اسراییلي پلوه رسنیو په تېرو ۷۲ ساعتونو کې دا ډول ادعاووې کړې دي.

هغه پر عراق له برید مخکې د رسنیو فضا ته په اشارې وویل: “د عراق د جګړې په څېر پروپاګند څخه بخښنه غواړو، په ځانګړي توګه هغه پروپاګند چې په هر ځای کې د اسراییلو نښې ښیي. هېڅوک په دې ادعاوو باور نه کوي.”

مطالب بیشتر:  غور کې د غوریانو دورې اړوند ۶۰ طلایي سکې کشف شوې دي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *