د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اسراییلو ته په خطاب کې ویلي، یو داسې رژیم چې تر غاښونو په ډله ییزو وژونکو وسلو سمبال دی، پر ایران تور لګوي چې ګواکې د کیمیاوي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړې، ټوله نړۍ پوهېږي چې د اسراییلو په قضیه کې، هر تور په حقیقت اعتراف دی.
