سیمه کې د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره سم، هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کم شوی

سیمه کې د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره سم، هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کم شوی

د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړې او همداراز د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو په ترینګلي کېدو سره، له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون وایي، چې تېره ورځ (سه‌شنبه، وري ۴مه) له ایران او پاکستان ۶۰ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه کمیسیون دارالانشاء د شمېرو په خپرولو سره زیاته کړې، چې په دې موده کې ۴ تنه خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي او ۹ کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده.

مطالب بیشتر:  هرات او بغلان کې نږدې ۳۰۰ تنه له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *