د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالحق آخوند همکارۍ په مشرۍ روسیې ته تللي پلاوي، د یاد هېواد د برېښنا تولیدي او تخنیکي کمپنیو له مسؤولینو سره لیدنه کې، هغوی ته بلنه ورکړې، څو په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو هوکړه کړې، چې له مخې به یې، د یاد هېواد معتبرې کمپنۍ د افغانستان برېښنا شرکت سره د برېښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او همدارنګه د برېښنا انرژۍ په نورو اړوندو برخو کې د همکارۍ په پار خپل تخنیکي ټیمونه افغانستان ته واستوي.
