وروسته له هغه چې ایران کې یو اته کلن افغان ماشوم د ژغورونکو ډلو له لوري له کنډوالو را وایستل شو، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د امریکا او صهیونیستي رژیم د تېري پر مهال یو شمېر افغانان هم قرباني شوي او په دې تړاو یې افغان ولس سره خواخوږي کړې ده.
بقایې پر خپله ایکسپاڼه زیاته کړې: «د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیستي رژیم د ۳۵ ورځني یرغل په لړ کې، ایران کې مېشت یو شمېر افغانان چې په حقیقت کې زموږ مېلمانه دي، هم قرباني او ټپیان شوي دي.»
