حامد میر: د ایران او امریکا له احتمالي هوکړې وروسته به د پاکستان پر اټومي پروګرام فشارونه زیات شي

حامد میر: د ایران او امریکا له احتمالي هوکړې وروسته به د پاکستان پر اټومي پروګرام فشارونه زیات شي

پاکستانی خبریال او د سیاسي چارو شنونکي، حامد میر، پر اېکس‌پاڼه خبرداری ورکړی چې اسلام‌اباد دې د خپل اټومي پروګرام د راتلونکي په اړه هوښیار واوسي.
هغه ویلي، ځینې نړیوال لوبغاړي، د بنیامین نتانیاهو په ګډون، یوازې د ایران اټومي پروګرام نه، بلکې د پاکستان اټومي وړتیا هم یوه سټراټیژیک ګواښ ګڼي.
د میر په باور، که ایران او امریکا یوې هوکړې ته ورسېږي، نو د پاکستان د اټومي پروګرام پر ضد د سیاسي فشارونو او نویو پارونو د پیل احتمال زیاتولی شي.

مطالب بیشتر:  د احمدشاه بابا له هوایي ډګره سعودي عربستان ته د حاجیانو لومړنۍ الوتنه وشوه

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *