جو کېنټ: سېنټکام له ایران سره د جګړې د اوږدېدو هڅه کوي

جو کېنټ: سېنټکام له ایران سره د جګړې د اوږدېدو هڅه کوي

د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز پخواني مشر جو کېنټ  ویلي، په حال کې چې جي ډي ونس، له ایران سره د خبرو هڅه کوي، خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سېنټکام په غیر مستقیم ډول له ایران سره د کړکېچ د زیاتېدو په هڅه کې ده. نوموړي زیاته کړې، دا د ولسمشر له فرمانه نافرمانۍ ده او دا اقدامات د جګړې د دوام لامل کېږي.

د هغعه په وینا، دا تګلاره په عراق، سوریه او افغانستان کې د “تروریزم پر وړاندې جګړې” پر مهال څو ځله کارول شوې، چې له امله یې ډېری امریکايي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

کېنټ زیاته کړې، ایران په ډاګه کړې چې د کړکېچ د زیاتوالي او د ګواښ تر سیوري لاندې به خبرو اترو ته حاضر نه شي.

مطالب بیشتر:  اسلامي امارت د ترمذ په غونډه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *