بقایي په هالنډ کې له امیندوارې مېرمنې سره د تاوتریخوالي د عاملانو د محاکمې غوښتنه وکړه

بقایي په هالنډ کې له امیندوارې مېرمنې سره د تاوتریخوالي د عاملانو د محاکمې غوښتنه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، په هالنډ کې له یوې امیندوارې مېرمنې سره د پولیسو د چلند خپرې شوې ویډیو ته په غبرګون کې دا ګام «وحشیانه» وباله.
هغه پر خپله‌اېکس‌پاڼه خپاره شوي پیغام کې لیکلي چې پر یوې امیندوارې مېرمنې د پولیسو د تاوتریخوالی د توجیه وړ نه دی؛ هغه مېرمن چې یوازې غوښتل د خپل نیول شوي فلسطیني خاوند ترڅنګ پاتې شي.
بقایي له هالنډي چارواکو وغوښتل چې د بشري حقونو دغه څرګنده سرغړونه په جدي ډول وڅېړي او عاملان یې ځواب‌ ویلو ته اړ کړای شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا ډول چلند د دغه هېواد د امنیتي ادارو په ځینو برخو کې ښکاره تبعیض او تعصب بللی دی.

مطالب بیشتر:  مسلمیار: زموږ مېړانه ټولې نړۍ ته معلومه ده، له هر یرغلګر مو خپل غچ اخیستی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *