امیرخان متقي د دودیزې غېږنیونې جشنوارې د ګډون‌کوونکو هېوادونو له استازو سره ولیدل

امیرخان متقي د دودیزې غېږنیونې جشنوارې د ګډون‌کوونکو هېوادونو له استازو سره ولیدل

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره لیدنه کې د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري یووالی او اړیکې تاریخي بللي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.
بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې ښاغلي متقي ورزش‌کارانو ته د ویزو په برخه د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو وروسته، د دوديزو لوبو او ورزشونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د ویلو ده، چې د اوو هیوادونو ترمنځ د دودیزې غیږنیونې بین المللي جشنواره د افغانستان په کوربتوب د تېرې پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې پیل شوه، چې له ازبکستان، قرغيزستان، ترکمنستان، تاجکستان، ايران او ترکيې هيوادونو پکې ۶۰ بهرنیو او ۱۰۰ کورنیو ورزشکارانو ګډون کړی و.

مطالب بیشتر:  د جاپان سفیر او آسیا پراختیایي بانک رییس د مالیې وزارت له معین سره لیدنه کې، افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د لا پراختیا ژمنه کړې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *