امر بالمعروف وزارت هغه کس چې پیریانو سره یې مبایل کې خبرې کولی نیولی

امر بالمعروف وزارت هغه کس چې پیریانو سره یې مبایل کې خبرې کولی نیولی

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف‌ الاسلام خیبر وایي، چې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اطرافي ریاست محتسبینو هغه کس نیولی، چې ادعا یې کوله، پیریانو سره په مبایل کې خبرې کوي.

ښاغلي خیبر پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې اسلامي شریعت دا ډول خرفات بد بللي او ټینګار یې کړی، چې د امر بالمعروف وزارت د دا ډول خرافاتو د مخنیوي لپاره جدي کار کوي.

د ویلو ده، چې څه موده وړاندې یوه کس ادعا کړې وه، چې پیریانو سره په موبایل کې اړیکه نیسي او خبری ورسره کوې، او ټینګار یې کړی و، چې پیریان دده په خبره پوهیږي او مستقیم ده سره د ګرځنده موبایل له لاری تماس نیسي.

مطالب بیشتر:  د میدان وردګ او ننګرهار له روزنیزو مرکزونو تر زرو زیات پولیس فارغ شول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *