واک ته د اسلامي امارت د رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت، په اسلاماباد کې د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکیب جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې په افغانستان کې اوسنی امنیت او ثبات یوازې د دغه هېواد د خلکو اړتیا نه، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم ګډه ګټه لري.
هغه زیاته کړې چې یو امن او باثباته افغانستان کولی شي د سیمهییز اتصال د پراختیا، اقتصادي همکاریو او د ګډ امنیت د تأمین لپاره زمینه برابره کړي او د سیمې د سولې او هوساینې په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي.
شکیب همداراز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت د تقابل سیاست نه تعقیبوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د امنیت او ثبات پر ضد کار واخیستل شي.
هغه په ورته وخت کې د افغانستان امنیتي اندېښنو ته د متقابل درناوي غوښتنه کړې او په خبره یې، لکه څنګه چې کابل اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له قلمرو د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وشي، همداراز تمه لري چې هېڅ هېواد هم اجازه ورنه کړي چې د هغه له خاورې د افغانستان پر ضد استفاده وشي.
په همدې حال، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن په دغو مراسمو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه د خپلو تاریخي، دیني او کلتوري اړیکو له مخې، باید خپل ګډ راتلونکی د همکاریو او سولهییز ژوند پر بنسټ جوړ کړي.
«د افغانستان او پاکستان تاریخي، دیني او کلتوري اړیکې ایجابوي چې دواړه هېوادونه د سولهدوستو ګاونډیانو په توګه، د همکاریو پر بنسټ ګډ راتلونکی جوړ کړي. په دواړو خواوو کې د اختلافاتو د له منځه وړلو اراده شته او موجودې ستونزې باید د خبرو، تفاهم او مذاکرې له لارې حل شي».
په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې افغانستان د دوامدار ثبات په رامنځته کېدو سره، کولی شي له لا ډېرو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او په مقابل کې، اړتیا ده د سیمې هېوادونه هم افغانستان د سیاسي او اقتصادي همکاریو لپاره د یوه باوري شریک په توګه وګڼي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم، په کابل کې د اسلامي امارت د بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، د حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې، له نړۍ سره د رغنده تعامل د پراختیا او له سیمهییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی و.
