د تهران او واشنګټن جګړه؛ ایران د امریکايي عسکرو پر سر جایزه ټاکلې

د تهران او واشنګټن جګړه؛ ایران د امریکايي عسکرو پر سر جایزه ټاکلې

 

دا چې ایران سره د جګړې له امله امریکا کې د ټرمپ پر ادارې نیوکې د هرې ورځې په تېرېدو زور اخلي، تازه د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکایي رسنۍ د حقایقو پر نه پوښښ تورنې کړې او په خبره یې، دا رسنۍ هېڅکله فوق‌العاده کارونه نه منعکسوي.

ټرمپ پر خپله سوشال تروث شبکه ادعا کړې، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د ګڼو نورو لاسته‌راوړنو ترڅنګ، ایران له اټومي اړخه په بشپړه توګه بې‌وسلې کړی دی.

«هغوی هېڅکله د هغو فوق‌العاده کارونو او لاسته‌راوړنو په اړه، لکه د پولو بشپړ کنټرول، وینزویلا کې سترې پوځي بریاوې او د ایران بنسټیز اټومي بې‌وسلې کولو په اړه بحثونه نه کوي».

د ټرمپ له دې څرګندونو سره هم‌مهاله، د ایران د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال یدالله جواني بیا ویلي، چې د جګړې پیل کوونکي دښمنان وو او د ایران اقداماتو دفاعي بڼه درلوده، خو خبرداری یې ورکړی چې د جګړې دوام په صورت کې، ښایي په راتلونکي کې د تهران اقدامات یرغل‌ګرانه بڼه خپله کړي.

په ورته وخت کې، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف، د خبریالانو د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، چې ایران د امریکا پر وړاندې هم په پوځي او هم سیاسي ډګرونو کې په رښتینې مانا بریالی شوی دی.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د لفظي ترینګلتیاوو په لړ کې، د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندان د یوې نوې طرحې له چمتو کېدو خبر ورکړی، چې له مخې یې هر هغه څوک چې یو امریکایي سرتېری ووژني او یا یې ژوندی ونیسي، له ۳۰ تر ۶۰ زرو امریکایي ډالرو جایزه به ورکړل شي.

مطالب بیشتر:  د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل جګړه؛ د ټرمپ دریځ او د پزشکیان شرطونه

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *