هند په افغانستان کې پر تلپاتې سولې او ثبات ټینګار کړی

هند په افغانستان کې پر تلپاتې سولې او ثبات ټینګار کړی

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبري غونډه کې ټینګار کړی چې هند له افغانستان سره تاریخي او لرغونې اړیکې لري چې له کبله یې دواړه ګاونډي هېوادونه د ګډو تمدني اړیکو خاوندان دي.
هغه ویلي، نوی ډیلی په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي او له افغانانو سره په پراختیايي، په ځانګړي ډول د خوراکي مرستو او بشردوستانه پروګرامونو په برخه کې، همکارۍ ته دوام ورکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال په دې اړه زیاته کړې: «موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې هند او افغانستان نږدې ګاونډي هېوادونه دي او د ګډ تمدني شالید لرونکو ملتونو په توګه زموږ اړیکې پېړیو پخوا ته رسېږي. موږ په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ملاتړ کوو. له افغانستان سره زموږ پراختیايي همکارۍ او اوږدمهاله دوستي دوام لري چې د خوراکي پروګرامونو او د افغانستان له خلکو سره مرستې هم پکې شاملې دي».
بل لور ته، د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان او هند اړیکې له پاکستان سره د افغانستان له اړیکو بېلې بولي. د دوی په باور، هند تل له افغانستان سره د همکارۍ او پرمختګ په برخه کې رول لوبولی، خو پاکستان د ناامنۍ له پروژو سره تړل شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکي اختر محمد راسخ په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «پاکستان په تېرو پنځوسو کلونو کې د نیابتي پروژو له لارې په افغانستان کې د ناامنۍ د دوام هڅه کړې او د یوه ځواکمن او باثباته دولت د رامنځ‌ته کېدو مخه یې نیولې ده، په داسې حال کې چې هند د ډیپلوماټیک چلند او نرم سیاست له لارې هڅه کړې چې د یوه ښه ګاونډي په توګه له افغانستان سره په اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې همکاري وکړي».
د سیاسي چارو بل شنونکي اسدالله ندیم بیا آفاق سره خبرو کې په دې اړه داسې لیدلوری لري: «افغانستان د خپل اقتصاد او ثبات د پیاوړتیا لپاره له هند او پاکستان دواړو سره متوازنو او ښو اړیکو ته اړتیا لري. که د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونه نیول شي، نو دوامدارو اړیکو ته رسېدل به ستونزمن وي او هېواد به د نیابتي سیالیو له ګواښ سره مخ شي».
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د هند استازي د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې هند د هوايي دهلېز او سوداګرۍ د پراختیا له لارې له افغانستان سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې پاکستان د «سوداګریز تروریزم» او پر ګاونډیانو د ملامتۍ اچولو له لارې خپلې ناکامۍ پټوي.

مطالب بیشتر:  افغان پلاوي ته د شانګهای سازمان په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه او د ا.ا هرکلی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *