هر کال د ملي او مناسبتي ورځو په مناسبت یو شمېر بندیان له بندخونو خوشې کېږي او د یو شمېر نورو د بند په موده کې هم کموالی راځي. په وروستي مورد کې، د سترې محکمې د حکم او د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د زمري ۲۴مې، د اسلامي امارت د بریا پنځمې کلیزې په مناسبت، ۳۹۲ بندیان، چې ۲۴ ښځې هم پکې شاملې دي، د ننګرهار له زندانه خوشې شول او د ۲۰۰ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوه.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مرستیال ویلي، چې اوس مهال د هېواد په کچه زندانونه یوازې د بندیانو د ساتلو ځایونه نه دي، بلکې د زدهکړو او روزنې په مرکزونو بدل شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې اوس بندیانو ته په زندانونو کې د دیني زدهکړو او روزنې ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې حرفوي زدهکړې هم ورکول کېږي.
یو شمېر بندیان چې تازه له بنده خوشې شوي، د خوښۍ په څرګندولو سره له نورو ځوانانو غواړي چې له غیرقانوني فعالیتونو او کړنو څخه په کلکه ډډه وکړي.
د ننګرهار زندان مسوولین بیا ډاډ څرګندوي، چې ګڼ شمېر بندیانو د بند مودې پر مهال مسلکي زدهکړې کړې او له خوشې کېدو سره سم به پر کار او مسلک بوخت او له غیرقانوني فعالیتونو څخه به ډډه وکړي.
