په کابل کې د یوناما له سرپرستې سره د متقي لیدنه؛ د خبرو اصلي محور د امنیت شورا راتلونکې ناسته

په کابل کې د یوناما له سرپرستې سره د متقي لیدنه؛ د خبرو اصلي محور د امنیت شورا راتلونکې ناسته

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې د یوناما له سرپرستې جورجټ ګانیون سره، د افغانستان په اړه د امنیت شورا د راتلوونکې غونډې په تړاو خبرې کړې دي.
متقي د یوناما له استازې سره په ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له فعالیت څخه خوښي څرګنده کړې او ددغه بنسټ کړنې یې له نړیوالو سازمانونو سره د افغانستان د اړیکو جوړلو برخه کې مهمې بللې دي
‏جورجټ ګانیون هم له افغانستان سره د نړیوالې د تعامل پر پراخېدو ټینګار کړی او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل:«د هېواد بهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر استازولۍ ټینګار کړی او هغه یې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو برخه کې مهم بلله ده
له بل لوري جورجت ګانیون هم له نړیولې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو پر پراخېدو او ګڼو همکاریو ټینګار کړی دی.»که څه هم په دې وروستیو کې د سیمې له ګڼو هېوادنو سره د افغانستان اړېکې د ښه کېدو لور ته روانې دي ، خو یو شمېر شنونکي وايي په نړیوالو غونډو کې د افغانانو حضور کولای شي له نړۍ سره د افغانستان د تعامل برخه کې ګټور تمام شي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی له نړۍ سره د افغانستان د تعامل په اړه داسې وايي: «په نړیوالو غونډو کې دې د افغانستان استازو ته د ګډون زمینه برابره شي ترڅو د مخامخ خبرو له لارې اړېکې پراخې او مثبتې پایلې رامنځ‌ته شي.د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: «هیله لرم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راتلونکې ناسته د افغانستان په اړه ګټورې خبرې اترې پیل کړي. په هېواد کې د سولې او ثبات ډاډمنېدل د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د تفاهم سبب کېږي او دا یواځینۍ لار ده چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.دغه څرګندونې داسې مهال ترسره کېږي چې اسلامي امارت د ټولیز امنیت د ټینګښت، له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا، د اقتصادي پروژو د ودې او د کورني ثبات د پیاوړتیا په څېر لاسته راوړنو ته په اشارې سره، څو ځله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د څوکۍ سپارلو غوښتنه کړې ده. د اسلامي امارت چارواکي دا ګام له نړیوالې ټولنې سره د رغنده تعامل د پراختیا، د نړیوالو همکاریو د زیاتوالي او په نړیوالو بنسټونو کې د افغانستان د اوسني وضعیت د واقعي انعکاس لپاره یو مهم ګام بولي

مطالب بیشتر:  اسلامي امارت: ګاونډي هېوادونه دې په جبري توګه افغان کډوال نه‌باسي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *