د امنیت شورا تېره شپه ناوخته د افغانستان د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په اړه درې میاشتنۍ غونډه وکړه.
د یوناما سرپرستې په دې ناسته کې وویل، افغانستان د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې له نسبي ثبات څخه برخمن دی او له کومې جدي سیاسي یا پوځي ننګونې سره نه دی مخ شوی.
جورجیت ګانیون همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي او پر مهال یې ګڼو ملکیانو ته وران ګواښ د اندېښنې وړ وباله او د ژر حل غوښتنه یې وکړه.
ګانیون له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان ادغام ممکن وباله
چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان ادغام لا هم ممکن دی، خو نړیوالو ژمنو ته پابندي او باور جوړونه یې اړتیا بللې.
جورجیت ګانیون، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي سرپرسته: «د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې هم له اوسنیو چارواکو سره په خپلو تعاملاتو کې ټینګار وکړي چې په نړیوال نظام کې د افغانستان بیا ادغام لا هم ممکن دی؛ خو دا چاره یوازې د عملي، متوازنو او پر همکارۍ د ولاړو هڅو له لارې ترسره کېدای شي چې د باور جوړونې سبب شي او د هغو بنسټیزو ستونزو حل ته لار هواره کړي چې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ستنېدو مخه نیسي. له دغو مهمو مسایلو څخه یو هم نړیوالو ژمنو ته پابندي ده».
له بلې خوا، په دې ناسته کې د چین استازي د افغانستان وضعیت ډاډمن وباله او له نړیوالې ټولنې سره یې پر نږدې همکارۍ ټینګار وکړ. فو کونګ همداراز د یوناما د ماموریت د غځولو غوښتنه وکړه.
د روسیې استازي هم له اسلامي امارت سره پر تعامل، د بندیزونو پر لغوه کېدو او د کنګل شویو شتمنیو پر ازادېدو ټینګار وکړ او دغه تګلاره یې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ستنېدو لپاره غوره وبلله. هغه په افغانستان کې د یوناما د نوي مشر د ټاکلو د بهیر د چټکتیا غوښتنه هم وکړه.
فو کونګ، په امنیت شورا کې د چین استازی: «اوس مهال د افغانستان وضعیت په ټولیز ډول باثباته دی، خو د بشري چارو، پراختیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې ننګونې لا هم پېچلې او جدي دي. د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه باید په ګډ مسیر حرکت وکړي، تفاهم او باور پیاوړی کړي او د خلکو د هوساینې او په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د ترلاسه کولو لپاره لا زیات مثبت اقدامات ترسره کړي».
انا یویستیګنیوا، د امنیت شورا کې د روسیې د استازي مرستیاله: «هغه «موزاییکي» تګلاره چې خپله یوناما مطرح کړې، موخهمحوره ده. د دې تګلارې اصلي محور له طالبانو سره په ټولو مهمو موضوعاتو کې تعامل دی، چې ډیپلوماټیک استازیتوب، د بندیزونو لرې کول، د شتمنیو ازادول، له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره مبارزه او د بشري حقونو ساتنه پکې شامل دي. دغو مسایلو ته له کوم مخکیني شرط پرته رسېدنه، نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ستنېدو مستقیمه لار ده».
په دې ناسته کې د هند استازي هم د یوناما د ماموریت د غځولو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې نوی ډیلی د هوايي دهلېز او د سوداګرۍ د پراختیا له لارې له افغانستان سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې پاکستان د «سوداګریز ترهګرۍ» او د ګاونډیانو پر ملامتولو سره خپلې ناکامۍ پټوي. د ایران استازي هم د «اصولو او عملي چلند» پر بنسټ له اسلامي امارت سره د تعامل پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د هند استازی پرواتنني هریش: «هند د یوناما او د هغې د ماموریت پر اهمیت ټینګار کوي. همداراز ویل کېږي چې ملګري ملتونه او ځینې نور اړخونه داسې «انتخابي مېنو» نه ده چې پاکستان یې د خپلې خوښې له مخې وکاروي. د خپلو کورنیو ناکامیو لپاره د ګاونډیانو ملامتول د پاکستان پخوانی عادت دی او د نړیوالې ټولنې د غولولو دغه هڅه به ناکامه شي».
په امنیت شورا کې د ایران استازی امیر سعید ایرواني: «د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې له شرطه پرته ازادې شي او د اقتصادي ثبات پر وړاندې خنډونه لرې کړل شي. بشري مرستې باید بېطرفه او غیرسیاسي پاتې شي. د افغانستان د ثبات د پیاوړتیا او د شته ننګونو د حل لپاره له واکمنو چارواکو سره د نړیوال تعامل دوام اړین دی».
ټاکل شوې چې د امنیت شورا د دغې ناستې په دوام او د جون په ۱۷مه د یوناما د ماموریت تر پای ته رسېدو وړاندې، د روانې میلادي میاشتې په ۱۶مه نېټه په بله ناسته کې د دغه ماموریت د یو کلن تمدید په اړه مشورې او پرېکړه وشي.
