د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، ښايي د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) ماموریت په افغانستان کې یو ځل بیا تمدید شي؛ خو د کابلوف په وینا، دا مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د اغېزو په اړه پوښتنې لا پر خپل ځای پاتې دي.
نوموړي ویلي، له افغانستان سره یې د بشري مرستو اجازه ترلاسه کړې او دا بشري مرستې به هغه مهال عملي شي چې له کابل څخه ورته رسمي غوښتنه وشي.
ګرافیک: ضمیر کابلوف د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی
«هو، بالکل چې ماموریت به تمدید شي، خو له ځینو شرایطو سره؛ ځکه چې د دغه ماموریت په اړه ځینې پوښتنې راولاړې شوې دي، خو هیله لرم چې پام ورته شوی وي».
عبدالظهور مدیر د اقتصادي چارو شنونکی
روسیه په داسې حال کې له افغانستان سره د بشري مرستو د ترسره کېدو خبرې کوي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو سره په کابل کې د سیمې په اړه د روانو بدلونونو او د افغانستان او جاپان ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې کړې وې.
د دغه وزارت د عامه اړیکو رییس په وینا، متقي د جاپان له سفیر سره په خبرو کې جاپان د افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کې مهم هېواد بللی. د دې ترڅنګ د جاپان سفیر هم له افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
امیدالله قاسمزی د اقتصادي چارو شنونکی
د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسمزی وايي: «له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا کولای شي له افغانستان سره د ګڼو هېوادونو پر تعاملاتو اغېز ولري او سیمهییزې شخړې پر مهمو همکاریو بدلې کړي. داسې همکارۍ چې هېواد اقتصادي ودې او ځان بسیاینې ته رسولی شي».
د ځینو شنونکو په باور، دا مهال ګڼ شمېر هېوادونه، په ځانګړې توګه روسیه، غواړي له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. د هغوی په باور، د افغانستان جیوپولټیک موقعیت د دې سبب کېږي چې د سیمې پر امنیت اغېز ولري. د هغوی په باور، همدا دلیل دی چې په سیمهییزه او نړیواله کچه د تعاملاتو کچه لوړېږي.
عبدالنصیر رشتیا د اقتصادي چارو شنونکی
«د افغانستان جیوپولټیک موقعیت ته په کتو، دا مهال افغانستان د سیمې د مهم ارتباطي پول په توګه کارېږي چې د سیمې پر امنیت او ثبات مستقیم اغېز لري. له همدې کبله روسیه او ځینې نور هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان سره د سولې د ټینګښت په برخه کې خپلې هڅې پیاوړې کړي».
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د ګڼو اقتصادي اړتیاوو په تړاو، په کابل کې د یونیسف رییس ویلي و چې د راستنېدونکو او د اقلیمي بدلون له اغېزمنو سره د ملاتړ په موخه یې له نړیوالو مرسته کوونکو څخه د ۵۲۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
