د چین په اورومچي ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له اووه ورځنیو خبرو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو خواوو د خبرو پر دوام او د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړه کړې ده. د دغه وزارت په خبره، دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې خپلې ستونزې به د خبرو له لارې حلوي او له هغو کړنو به ځانانونه ساتي، چې وضعیت ترینګلي کېدو لامل کېږي. په دې غونډه کې د دوستانه اړیکو، سیمهییز ثبات او د ستونزو د حل لپاره د مشورو او همکاریو پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري د دې ناستې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «که چېرې چین وکولای شي دواړه لوري سره نږدې کړي او خبرې د سولهییز حللاېر پر لور ولاړې شي، نو دا بهیر کولی شي د سولې لپاره زمینه برابره کړي.»
له بلې خوا، د اسلامي امارت باخبره سرچینې وایي چې د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات مثبت وو او خپلې غوښتنې یې له یو بل سره شریکې کړې دي. د سرچینو په وینا، په دې ناسته کې په دې هم هوکړه شوې چې د روان بحران د هر اړخیز حل لپاره ګډه لاره وموندل شي او له هغو اقداماتو ډډه وشي چې وضعیت لا پېچلی کوي.
د سیاسي چارو شنونکی سمیع یوسفزی په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «موږ باور لرو چې چین اوس دا موضوع درک کړې او دې پایلې ته رسېدلی چې د پاکستان په خاوره کې د ټيټيپي حضور مسئله تر ډېره د پاکستان د حکومت خپله مسؤلیت دی، نه د اسلامي امارت.»
سره له دې چې په دغو مذاکراتو کې د دواړو لورو پلاوو د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړه کړې، خو پرون د پاکستان د پوځ مشر اعلان وکړ چې د دې هېواد پوځي عملیات نه دي درېدلي او تر هغو به دوام وکړي چې امنیتي ګواښونه له منځه لاړ نه شي. په دې اړه زیاته کړې: «د “غضبللحق” عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي، څو چې د ترهګرو خوندي پټنځایونه په بشپړه توګه له منځه لاړ شي او د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده په قاطع ډول پای ته ونه رسېږي.»
سره له دې چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو نوی پړاو اوږد شوی و، خو پاکستان هممهاله پر افغاستان خپل بریدونو ته دوام ورکړی دی .تر دې وړاندې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي وو، چې د پاکستان د بریدونو له امله، په نږدې یوه میاشت کې د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۷۶۱ ملکي وګړو ژوند بایللی او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي.
