په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې علیا احمد بن سیف ال ثاني د دې سازمان په عمومي غونډه کې ویلي چې دوحه د سیاسي حل لارو، خبرو اترو او رغنده تعامل له لارې د افغانستان د ثبات او امنیت د پیاوړتیا ملاتړ ته دوام ورکوي.
علیا احمد بن سیف ال ثاني د افغانستان د سولې په بهیر کې د قطر رول ته په اشاره ویلي چې د دوحې د منځګړیتوب هڅو په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او د افغانستان د اوسني حکومت ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک زمینه برابره کړه.
په ملګرو ملتونو کې د قطر استازې علیا احمد بن سیف ال ثاني ویلي:«په افغانستان کې د قطر د دولت منځګړیتوب هڅو ته اشاره کوو؛ هغه هڅې چې د امریکا اواسلامي امارت ترمنځ خبرو اترو او په پای کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ تړون ته ورسیدې. وروسته له هغه هم د قطر حکومت په افغانستان کې خپلو بشري، پراختیایي او سیاسي هڅو ته دوام ورکړی دی»
د قطر استازې زیاته کړه چې دوحه لا هم منځګړیتوب او خبرې اترې د سیمې د کړکېچونو د کمولو، د اختلافونو د حل او د سولې او ثبات د پیاوړتیا مهمې وسیلې ګڼي خو دا چې قطر تر کومه بریده کولی شي د افغانستان په سیاسي معادلاتو کې اغېزمن رول ولوبوي او د ډیپلوماټیکو ظرفیتونو له لارې د خبرو اترو او سیاسي ثبات ملاتړ وکړي؛ دا پوښتنه لا هم پر خپل ځای پاتې ده
د نړیوالو اړیکو شنونکی عمر صمد وايي: «قطر په عملي ډول هڅه کړې چې ځان د ډیپلوماسۍ په ډګر کې د یوه بېلګې په توګه معرفي کړي؛ داسې هېواد چې د خبرو اترو، تفاهم، مذاکراتو او تعامل ملاتړ کوي. د همدې لپاره په تېرو کلونو کې د (اسلامي امارت) سیاسي دفتر په دوحه کې جوړ شو او ګڼ هېوادونه د افغانستان اړوند مسایل د قطر له لارې تعقیبوي»
که څه هم د دوحې تړون د افغانستان اړوند له مهمو سیاسي بدلونونو څخه ګڼل کېږي، خو شنونکي باور لري چې د دې تړون ټولې مادې د ټولو اړخونو له خوا په بشپړ ډول نه دي پلي شوې او ډېری ټاکل شوې موخې لا هم نه دي ترلاسه شوې.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وایي: «د دوحې تړون د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالات دواړه د ځانګړو ژمنو پر پلي کولو مکلف کړي وو، خو تر اوسه د دې تړون ډېری مادې په بشپړ ډول نه دي پلي شوي. هم د افغانستان اوسني حکومت او هم امریکا په خپلو ژمنو کې په ځینو برخو کې هغه څه نه دي پلي کړي چې په تړون کې یاد شوي وو»
قطر له هغو هېوادونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان په سیاسي معادلاتو کې فعال رول لوبولی دی. د دوحې د خبرو اترو له کوربهتوب څخه نیولې بیا د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچونو د کمولو تر هڅو پورې، دوحې تل هڅه کړې چې د افغانستان په قضیه کې د یو ګټور منځګړي په توګه دریځ غوره کړي .
