پر ټرمپ د «افغان ایواک بنسټ» د مشر نیوکه

پر ټرمپ د «افغان ایواک بنسټ» د مشر نیوکه

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو، د لېږد بهیر چې له ګڼو ننګونو او ځنډ سره مخ شوی، په تړاو یې د «افغان اېواک» بنسټ مشر د امریکا حکومت پر پالیسیو نیوکې کړې دي.
د «افغان اېواک» دفتر بنسټ مشر شان وانډایور په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له پخوانیو افغان همکارانو سره اوسنی چلند «قصدي او غیرانساني» دی.
هغه روان وضعیت ناڅاپي نه، بلکې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پالیسیو پایله بللې ده.

د افغان اېواک بنسټ مشر شان وانډایور ویلي: «هغه څه چې دا مهال زموږ له افغان متحدینو سره کېږي، د بدنیتۍ، بې‌رحمۍ او قصدي پرېکړو پایله ده. دا پرېکړې ناڅاپي نه دي؛ بلکې د هغو پالیسیو مستقیمه پایله ده چې د سټیفن مېلر له خوا یې مشري کېږي او د ډونالډ ټرمپ له لوري یې ملاتړ کېږي. دا خبره د ګوند پر دریځونو پورې اړه نه لري، بلکې حقیقت دی. واقعیتونه ځکه نه سیاسي کېږي چې خلک پرې خفه کېږي؛ خو هغه مهال سیاسي کېږي چې ځینې کسان پر رښتیا ویلو د معاملې پرېکړه وکړي»

دا په داسې حال کې ده چې سلګونه افغان کورنۍ لا هم په پاکستان او قطر کې امریکا ته تللو په تمه دي، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وايي چې افغان کډوال باید د سیاسي فشارونو او پرېکړو قرباني نه شي

د کډوالو د حقونو کارپوه رضا کریمي وايي: « د امریکا حکومت اخلاقي او حقوقي مسوولیت لري چې د کډوالو دوسیو ته رسېدنه وکړي او ورسره خپلې ژمنې پوره کړي. هغوی دې په نازک او ناڅرګند وضعیت کې یواځې پرې نه ږدي. د اسلامي امارت حکومت هم مسوولیت لري چې د خپلو وګړو له حقونو ملاتړ وکړي او د هغوی د امنیت د تامین زمینه برابره کړي، څو دا کورنۍ له ګواښ، زیان او یا هم ناوړه چلند سره مخ نه شي.»

مطالب بیشتر:  له ټي‌ټي‌پي سره مبارزه؛ له کابل سره د اسلام آباد د همکارۍ نوی شرط

امریکا ته د افغانانو تګ هغه مهال له ننګونو سره مخ شو چې ډونالډ ټرمپ واک ته له بیا رسېدو وروسته د کډوالۍ برخه کې خپلو سخت‌دریځو پالیسیو ته دوام ورکړ او د پخوانیو افغان همکارانو د کډوالۍ او د هغوی د دوسیو د څېړنو بهیر یې له ځنډ سره مخ کړ.

دا مهال په درېیمو هېوادونو کې ډېری افغانان له خپلو کورنیو سره امریکا ته د تګ په تمه له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *