وروسته له هغه چې د روانې اونۍ د سهشنبې په شپه پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني پوځ په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷ ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار او د افغانستان د هوایي حریم د نقض او د ملکي کورونو د بمبارۍ په اړه یې خپل اعتراض ورته وسپاره.
بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او یو پاروونکی اقدام بللی او ټینګار یې کړی چې د دا ډول اقداماماتو د پایلو مسوولیت به د پاکستان د پوځ پر غاړه وي. اسلامي امارت همدارنګه له اسلاماباده غوښتي چې د نیابتي سیاستونو پر ځای د خپلو داخلي ستونزو پر حل تمرکز وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د افغانستان حکومت باید د پاکستان د ښکاره تېریو په وړاندې قاطع او قناعتبښونکی ځواب ورکړي؛ داسې ځواب چې اسلاماباد نور ونه شي کولای د افغانستان پر خاوره خپلو پوځي عملیاتو او د حاکمیت نقض ته دوام ورکړي.»
بلخوا، د ملګرو ملتونو سازمان د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ملکي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي چې ټولې خواوې باید د نړۍوالو قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو له هدف ګرځولو ډډه وکړي.
فرحان حق په دې اړه زیاته کړې: «موږ له ټولو خواوو غواړو چې د بشري حقونو او نړۍوالو بشردوستانه حقوقو د قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او ټینګار کوو چې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید تل خوندي واوسي.»
په همدې حال، ویل کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په هدف د غیرمستقیمو خبرو دویم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوی دی.
له دې سره هممهاله، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی حل نه لري او باید اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې مدیریت شي. هغه همدارنګه د دواړو هېوادونو له خوا د یو بل پر ضد د خاورې د نه کارېدو او د درېیم اړخ د څارنې پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان اوسنۍ تګلاره ناکامه ده.
په داسې حال کې ده چې پاکستان یو ځل بیا د پوځي لارې په غوره کولو سره، وضعیت د لا زیات کړکېچ پر لور بیولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د نښتو د زیاتېدو او پراخېدو احتمال زیات کړی دی.
