په داسې حال کې چې اسلامي امارت څو ځله ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي، خو پاکستاني چارواکي لا هم د افغانستان له خاورې د ځینو ډلو د فعالیتونو په اړه خپلو ادعاوو ته دوام ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په اسلاماباد کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
صادق خان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د سیمهییزې همغږۍ، د سولې او ثبات د پیاوړتیا او همدارنګه د ترهګرۍ ضد ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه ویلي: «ما په اسلاماباد کې له خپل چیني سیال، یو شیاویونګ او د هغه له ملګري پلاوي سره لیدنه وکړه. او د سیمهییز امنیت په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه خبرې وکړې. همدارنګه مو هوکړه وکړه چې د سیمهییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره به همغږي او د ترهګرۍ ضد ګډې هڅې پیاوړې او منظمې کړو.»
له بلې خوا، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د محمد صادق خان د ادعاوو له یادولو پرته، پر خپله اېکسپاڼه د ارومچي د ناستې په اړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چین په کوربهتوب ترسره شوې، رغندلې او مهمه بللې.
په همدې حال کې، یو شمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان حاکم نظام تل د بهرنیو قدرتونو، په ځانګړي ډول برېټانیا او امریکا، پر سیاستونو او طرحو عمل کړی او په سیمه کې یې د هغوی موخې تعقیب کړي دي. د دوی په وینا، له افغانستان سره دښمني په حقیقت کې د هماغو بهرنیو سیاستونو دوام دی چې په سیمه کې تعقیبېږي.
د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین زازی په دې اړه وایي: «د پاکستان حاکم نظام تل د بهرنیو قدرتونو، په ځانګړي ډول برېټانیا او امریکا، د سیاستونو او پروژو په چوکاټ کې عمل کړی او په سیمه کې یې د هغوی موخې تعقیب کړي دي؛ په حقیقت کې له افغانستان سره دښمني د هماغو سیاستونو دوام دی چې د بهرنیو قدرتونو له خوا تعقیبېږي»
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست او امنیت استازې کایا کالاس په اسلاماباد کې له اسحاق ډار سره په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو او په سیمه کې د بېثباتۍ د زیاتېدو خطر د اشارې په ترڅ کې له دواړو لورو غوښتي وو چې زغم وکړي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګامونه واخلي.
