پاکستان کې کډوالي؛ څه باندې دوه میلیونه افغانان جبري ستانه شوي

پاکستان کې کډوالي؛ څه باندې دوه میلیونه افغانان جبري ستانه شوي

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم په شدت روانه ده. پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال راهیسې تر دې دمه، په دغه هېواد کې مېشت شاوخوا ۲ میلیونه او ۵۹۰ زره افغان کډوال، افغانستان ته ایستل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، یوازې په پنجاب ایالت کې ۱۳۸ زره او ۳۴۲ افغان کډوال، په لنډمهاله کمپونو کې د اسنادو او قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته، د تورخم له لارې افغانستان ته ایستل شوي دي. پاکستاني چارواکو ټینګار کړی، کوم کسان چې معتبره ویزه ونه لري، په دغه هېواد کې به د پاتې کېدو اجازه ورنه کړل شي او په خبره یې، د هغوی د نیولو او ایستلو لړۍ به دوام ومومي.
په همدې حال، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال، اعلان کړی چې نوي ډیلي د بشري مرستو په چوکاټ کې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته یو شمېر خېمې سپارلې دي.
«دغه مرستې د بېرته راستنو شویو کډوالو د مېشتېدو او عادي ژوند ته د بېرته ستنېدو د ملاتړ په موخه شوې او دا د افغانستان له خلکو سره د هند د بشري مرستو د دوام یوه برخه ده. دغه خېمې کولای شي د هغو کورنیو د سرپناه د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي چې په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته ستنې شوې دي».
په همدې حال، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان له نړیوالو سازمانونو او بنسټونو غواړي چې د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د افغان کډوالو د حقونو، امنیت او انساني کرامت د خوندي کولو لپاره لا فعال رول ولوبوي.

مطالب بیشتر:  د کابل په اړه د برلین دریځ؛ د ا.ا رسمیت پېژندنه کې بېړه نه لرو

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وړاندوینه کړې چې د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پایه به، دوه تر دوه‌نیم میلیونه پورې نور کډوال هم افغانستان ته راستانه شي. د افغانستان لپاره د دغې ادارې ویاند، چارلي ګوډلېک، ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې شپږ میلیونه افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي، چې له دې ډلې یو میلیون یې یوازې د روان کال په لړ کې راګرځېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *