ولې د کابل او مسکو نږدېوالی اسلام اباد اندېښمن کوي؟

ولې د کابل او مسکو نږدېوالی اسلام اباد اندېښمن کوي؟

کابل؛ افاق خبري اژانس: له کابل سره د روسیې د اړیکو پراختیا د پاکستان په سیاسي کړیو او رسنیو کې اندېښنې راپورته کړې. د روسیې د (ارټي) شبکې لخوا په یوه خپاره شوي تحلیل کې راغلي، چې د افغانستان په اړه د مسکو او اسلام اباد ترمنځ د لیدلورو توپیر د مسکو فارمټ د وروستۍ غونډې له ناکامۍ ورهاخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تاریخي، سرحدي او امنیتي مسلو کې ریښې لري.

د روسیې د علومو اکاډمۍ د نړیوال اقتصاد او نړیوالو اړیکو لپاره د پریمکوف ملي انسټیټیوټ کې د هند او ارام سمندر د مرکز د څېړونکي ګلب ماکارویچ لخوا د نومبر په ۱۳مه د «ولې د کابل او مسکو نږدېوالی اسلام اباد اندیښمن کوي؟» تر عنوان لاندې مقاله کې لیکل شوي، چې له افغانستان سره د روسیې د اړیکو پراختیا په اړه د پاکستان اندېښنه په دې وروستیو کې، له ډیپلوماټیکو کړیو هاخوا، د پاکستان مخکښو رسنیو ته رسېدلې ده.

د ماکارویچ په وینا، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په وروستۍ غونډه کې، کابل او اسلام اباد، د پاکستان د هغو ادعاوو په اړه چې افغان خاوره د دغه هېواد پر ضد کارېږي او د پاکستان د امنیتي پېښو ریښه په افغانستان کې ده، هوکړې ته ونه رسېدل، او همدې موضوع د ګډې اعلامې د خپرېدو مخ ونیوله. لیکوال وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسله‌وال تاوتریخوالي په زیاتېدو، دواړې خواوې د هغو جملو په اړه ډېری حساسې شوې، چې ممکن په دوه اړخیزه کړکېچ کې د دوی دریځ کمزوری کړي. سره له دې، د روسي چارواکو له نظره، د وروستۍ اعلامیې نشتوالی په‌دې معنا نه‌دي چې د مسکو رول موثره نه دی او دا میکانیزم به د افغانستان په اړه د خبرو اترو لپاره د پېژندل شوي پلټ فارم په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان پر سر اختلاف او د پاکستان اندېښنې

مطالب بیشتر:  د بېجینګ نړیوال فورم؛ د شانګهای چوکاټ کې کابل سره پر همکارۍ ټینګار

د مقالې اصلي برخه د افغانستان په اړه د روسیې د پالیسۍ اړوند د پاکستان د اندېښنو په اړه ده. ماکارویچ دا اندېښنې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه، د کابل او اسلام اباد ترمنځ له اوږدمهاله اختلافاتو سره تړلې دي.

هغه لیکلي، اسلام اباد تر اوسه د رسمي پولې په توګه د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د افغانستان د بېلابېلو حکومتونو دریځونه نه دي درک کړي؛ هغه کرښه چې په ۱۸۹۳ کال کې د برتانوي استعمار په دوره کې رامنځ‌ته شوه او پاکستان یې د رسمي پولې په توګه پېژني.

لیکوال وړاندې د سرحدي امنیت مسلې ته هم اشاره کوي. هغه وايي، پاکستاني چارواکي له افغانستان سره ګډه پوله په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله‌والو فعالیتونو اصلي لامل ګڼي. د اسلام اباد د رسمي دریځ له مخې، پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې په افغانستان کې د پټن‌ځایونو لرو له امله په دغه هېواد کې وسله‌وال فعالیت کوي؛ هغه ادعا چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار رد کړې او دا یې د پاکستان کورنۍ مسله بللې ده.

ماکارویچ لیکي، پاکستان اندیښمن دی چې د اسلام اباد له مخالفو جریانونو د دریم ځواک، غیر مستقیم ملاتړ کولای شي اخلافات نور هم زیات کړي. د هغه په ​​اند، هند معمولا د پاکستان په ستراتیژیک تصور کې دا ورتیا لري؛ خو د سختو بحرانونو په دوره، لکه په ۱۹۷۰او ۱۹۸۰ کلونو کې، روسیه هم ښايي په دغه چوکاټ کې ولیدل شي.

مقاله دا اندېښنې په افغانستان کې د روسیې د رول په اړه د پاکستان له تاریخي ذهنیت سره  تړي. نوموړی لیکي، د هند سمندر ګرمو اوبو ته د لاسرسي په هدف په کابل کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره د مسکو د هڅو تصور هم د پاکستان د تعبیر یوه برخه ده؛ هغه تعبیر چې د ماکارویچ په باور، له برټانوي استعمار څخه اغېزمن شوی. ماکارویچ ټینګار کوي، دا ډول تاریخي روایتونه ځینې وخت د حقایقو پر بنسټ له ولاړو دلیلونو څخه ډېر دوام کوي، او ریښه یې د  پاکستان او افغانستان ترمنځ د اختلافاتو له ژوروالي سره تړاو لري.

مطالب بیشتر:  د امنیت ټینګښت کې د پاکستان ناکامي؛ دا ځل یې د کابل ترڅنګ ډیلی هم تورن کړ

افغانستان د روسیې په امنیتي او سیمه‌ییزو محاسباتو کې

د مقالې په بله برخه کې، لیکوال له کابل سره د مسکو د اړیکو د پراختیا پر لاملونو بحث کوي او وايي، چې روسیه له اسلامي امارت سره خپل تعامل په دوو اصلي محورونو کې توجیه کوي.

ماکارویچ لیکلي، لومړی محور د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري ده. د روسیې له نظره، اسلامي امارت د داعش خراسان ډلې پر وړاندې د هڅو د همغږۍ لپاره د یوه اړین طرف په توګه پېژني؛ هغه ډله چې فعالیتونه یې نه یوازې روسیه، بلکې په مرکزي اسیا کې د هغې شریکان هم ګواښي. لیکوال وايي، مسکو په دې باور دی چې د کابل چارواکي توانېدلي څو د پراخې کورنۍ جګړې د بېرته راګرځېدو مخه ونیسي او پر افغانستان باثباته کنټرول رامنځ‌ته کړي.

دوهم محور د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه ده. د څېړونکي په وینا، د اسلامي امارت چارواکو د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره خپل چمتووالی ښودلی، او هغه معلومات چې د دغو توکو په تولید کې کمښت ښيي، د روسیې لپاره له افغانستان سره د دوامداره ښکېلتیا یو لامل دی.

له دې اړخه، روسیې ته د افغانستان اهمیت یوازې په دوه اړخیزو اړیکو پورې محدود نه دی؛ د منځنۍ اسیا په امنیتي مسایلو کې د دغه هېواد دریځ هم د مسکو په پالیسۍ کې رول لري. له همدې امله له داعش خراسان ډلې سره د مبارزې او د نشه‌يي توکو په قاچاق کې له کابل سره همکاري د روسیې د پراخو امنیتي ګټو په چوکاټ کې د ارزونې وړ ده.

مطالب بیشتر:  اسلام‌آباد ته د فضل‌الرحمان پېغور؛ څنګه یو انار نشي را تېرېدی، خو ترهګر را اوړي؟

خو، ماکارویچ یو بل مهم ټکی هم راپورته کوي: د مسکو په ستراتیژیک دریځ کې، له کابل سره د اړیکو پراختیا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافات دوه جلا مسلې دي. د هغه په ​​وینا، روسیه افغانستان له جغرافیایي اړخه د مرکزي اسیا برخه ګڼي، او تر ډېره د شمالي سیمو په پرمختګونو باندې د نفوذ په اړه ورته پام لري؛ په‌داسې حال کې چې د پاکستان په اړه د کابل پالیسي او د سویلي اسیا له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د روسیې په پراخه بهرنۍ پالیسۍ ټیټ ځای لري.

د تحلیل دا برخه ښیي، که څه هم افغانستان د روسیې په امنیتي محاسباتو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا په تړاو، د داعش خراسان ډلې پر وړاندې د مبارزې او د نشه‌یي توکو د قاچاق مخنیوي کې، مهم ځای لري، خو لیکوال د دې امنیتي اهمیت او د جنوبي اسیا پر وړاندې د روسیې په عمومي پالیسۍ کې د افغانستان د دریځ ترمنځ توپیر کوي.

له کابل او اسلام اباد سره د مسکو د اړیکو راتلونکې

ماکارویچ په پای کې لیکي، ښايي له کابل سره د روسیې همکاري دوام ومومي او ممکن نویو برخو ته پراخه شي؛ په‌داسې حال کې چې د هغه په ​​وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوځي شخړه به په نږدې راتلونکې کې هم دوام وکړي، او د سرحدي سیمو د خلکو لپاره به ناوړه پایلې ولري.

د افغانستان پر وړاندې د دغو هېوادو له بېلابېلو دریځونو سره سره، لیکوال په دې باور دی چې دا توپیرونه به د مسکو او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ لامل نه شي. د هغه په ​​اند، د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د تاوتریخوالي زیاتوالی کولای شي د مسکو فامټ او شانګهای همکاریو سازمان په ګډون، د دوه اړخیزو همکاریو ګټې او د سیمه‌ییزو میکانیزمونو فعالیتونه اغیزمن کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *