افغانستان یو ځل بیا د یوې سترې سیمهییزې غونډې د سلا مشورو اصلي محور؛ تازه د ازبکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ اړوند د سټراټیژیکو او سیمهییزو مطالعاتو انسټیټیوټ لومړي مرستیال اکرامجان نعمتاف، په بېجینګ کې د سولې څوارلسم نړیوال فورم کې افغانستان د سیمهییز امنیت له مهمو عناصرو بللی او د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې یې له افغانستان سره د عملي همکاریو پر بیا پیل ټینګار کړی دی.
«افغانستان د سیمهییز امنیت یو مهم عنصر دی. د دغه هېواد بېثباتي د اوراسیا پر ټوله سیمه، له ترهګرۍ او د نشهیي توکو له قاچاق نیولې، تر ټرانزیټي اتصال او اقتصادي همغږۍ پورې اغېز کوي. مهمه ده چې یوازې د افغانستان مسئلې ته د پاملرنې په ساتلو بسنه ونه شي، بلکې د عملي همکاریو میکانیزمونو ته مخه شي. د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان د اړیکو ډلې د فعالیتونو بیا پیل، له افغان چارواکو سره د خبرو اترو پراختیا او د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې له هڅو ملاتړ ته باید لومړیتوب ورکړل شي. د افغانستان له اقتصادي بیارغونې پرته، د سیمې د تلپاتې ثبات په اړه خبرې کول ناممکن دي».
په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان امنیت د سیمې له امنیت سره تړلی دی او په خبره یې، د شانګهای همکاریو سازمان کولای شي د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
د دې ترڅنګ، د اقتصادي چارو یو شمېر نور شنونکي بیا وایي، چې افغانستان د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره یو مهم بازار کېدای شي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا به د ټولو لوریو د
د ویلو ده، چې د سولې څوارلسم نړیوال فورم، د چین د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ او د تسینګهوا پوهنتون په کوربهتوب په بېجینګ ښار کې جوړ شوی و. په دې فورم کې د امریکا، روسیې، اروپا، اسیا، افریقا، لاتینې امریکا او منځني ختیځ په ګډون له ۶۰ هېوادونو څه باندې ۴۰۰
