په ننګرهار کې د شکرې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوې

په ننګرهار کې د شکرې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوې

کابل؛ افاق خبري اژانس: ننګرهار کې د خاتم الانبیاء د شکرې د کنټرول او درملنې مرکز لخوا، د شکرې ناروغۍ نړيوالې ورځې په مناسب د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوې، چې په‌کې د دغې ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په اړه معلومات وړاندې شوي دی.

 د دغه مرکز د مسوولینو په وینا، په تېرو دوه کالونو کې له ۲۸ زرو زیاتو ناروغانو دغه مرکز ته مراجع کړې او له پاکستانه په جبر راستانه شویو کډوالو او له بېلابېلو ولایتونو د خلکو راتګ او یو شمېر نورو لاملونو له امله د شکرې ناروغي لس سلنه زیاته شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا د دغه مرکز د پراخوالي، او د شکرې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي د بېلابېلو پروګرامونو د پلي کېدو ډاډ ورکوي.

په دغه غونډه کې د ایران جنرل قونسل مجید رضا پناه، بیا له دغه مرکز د سره د هر اړخیزه مرستې ډاډ ورکړ او زیاته کړې یې ده، چې روغتیاپالانو ته به د روزنیزو حضوري او انلاین زده کړو برخه کې همکاري وکړي.

دعه مرکز ته راغلي ناروغان بیا له درملنې خوښ دي او د ناروغانو زیاتوالي ته په کتو د شکرې ناروغۍ د مرکز د لا پراختیا او درملو د ورکړې غوښتنه کوي.

د شکرې دغه مرکز له نن څخه کابو دری کاله وړاندې د ایران په مالي مرسته جوړ شوی دی.

شکره یو ډول میټابولیکه (د هضم او جذب) ناروغي ده، چې په کې د وینې د شکر (ګلوکوز) کچه له عادي حده لوړېږي. دا حالت هغه وخت رامنځ‌ته کېږي چې بدن یا کافي انسولین نه تولیدوي، یا تولید شوي انسولین په سمه توګه نه شي کارولی.

مطالب بیشتر:  واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته؛ ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ تأسیس شوې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *