کابل؛ افاق خبري اژانس: د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي، له افغانستان سره سوداګریزې لارې د امنیتي اندېښنو له کبله نه پرانیستل کېږي. د هغه په خبره چې دا مهال پاکستان ته له سوداګرۍ امنیت مهم دی. نوموړي زیاته کړې، افغانستان باید لومړی خپلې ستونزې حل کړي، او پاکستان د خپلو ستونزو د حل د وړتیا ترڅنګ د نړۍ د ستونزو په حل کې هم رول لوبوي. د کنډي په خبره، اسلام اباد دا مهال د نړۍ ترټولو مهمه پلازمینه ګرځیدلې، او پاکستان هغه دوه هېوادونه د خبرو مېز ته کېنولي، چې په تېرو ۴۷کلونو کې یې له یو بل سره خبرې نه خوښولې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د دغه هېواد په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا پر افتصادي او د خلکو پر ژوند منفي اغېزه کړې ده.
