کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له مرستیال والي سیفالدین تایب سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه به د نشهيي توکو د بدیل کښت، راستنېدونکو افغان کډوالو، بزګرانو، بشري مرستو او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخو کې خپلې مرستې زیاتې کړي.
د کندهار راډیو تلوېزیون د راپور له مخې، نوموړې دا هم ویلي، چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امنیت ټینګښت، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق مخنیوي او نورو برخو کې لاستهراوړنې نړیوالو ته ورسوي. هغې ډاډ ورکړی، چې د افغانانو ستونزې به نړیوالو ته ورسوي او افغانستان لپاره به د مرستو د جلبولو هڅې وکړي.
د کندهار مرستیال والي هم د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د لاسته راوړنو یادونه کړې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې یې غوښتي، څو یادې لاسته راوړنې نړیوالو ته ورسوي.
