د اسلامي امارت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د یو پلاوي په مشرۍ مسکو کې د روسیې نړیوال امنیتي کانفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ورسېد
د دغې غونډې کوربهتوب د روسیې د امنیت شورا کوي چې پکې د شاوخوا ۱۸۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون لري
د روسیې نړیوال امنیتي کانفرانس موخه د نړۍ د امنیتي ګواښونو او ننګونو څېړنه، د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمینه برابرول بلل شوي دي
د سیاسي چارو شنونکی وايي اختر محمد راسخ وايي: «د روسي رسنیو د راپورونو له مخې په دې غونډه کې به د څوارلسم نړیوال امنیتي کنفرانس ترڅنګ تخصصي او علمي ناستې، دوهاړخیزې او څو اړخیزې خبرې او همدارنګه د سیمهییز امنیت، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، د معلوماتي امنیت او ګډو امنیتي همکاریو په اړه خبرې وشي»
د پوځي چارو شنونکی محمد صادق شینواری وايي په داسې حال کې چې روسیې په وروستیو میاشتو کې څو ځله په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، پوښتنه دا ده چې ایا په دې غونډه کې د اسلامي امارت د دفاع وزیر ګډون کولی شي د افغانستان، روسیې او نورو برخهوالو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو، د باور جوړونې او د امنیتي اندېښنو د کمولو لپاره زمینه برابره کړي؟
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل او مسکو اړیکې په سیاسي او اقتصادي برخو کې د پام وړ پراخې شوې دي. که څه هم روسي چارواکي کله ناکله په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندوي، خو بیا هم روسیه یوازینی هغه هېواد دی چې اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی دی
