لوی درستیز: پاکستان ملکي وګړي په نښه خو افغان لوری دا کار نه کوي

لوی درستیز: پاکستان ملکي وګړي په نښه خو افغان لوری دا کار نه کوي

د اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت وایي، چې د پاکستان پوځ په خپلو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کوي، خو په خبره یې اسلامي امارت د دغو بریدونو په ځواب کې هېڅکله ملکي وګړي نه دي په نښه کړي. هغه پر افغانستان د پاکستان بریدونه د فلسطین پر وړاندې د اسراییلو له بریدونو سره پرتله کړي او زیاته کړې یې ده، چې دواړه هېوادونه په خپلو بریدونو کې ماشومان په نښه کوي.
د پاکستان وروستیو بریدونو له امله ترلاسه شوي شواهد او راپورونه ښیي، چې په دې بریدونو کې تر ډېره عام وګړي په نښه شوي دي. په دې منځ کې، ښځې او ماشومان د دغو بریدونو له اصلي قربانیانو دي.
فصیح‌الدین فطرت همداراز ټینګار کړی چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې هېڅ حضور نه لري او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت به هغوی ته د حضور اجازه هم ورنه کړي. د هغه په وینا، د پاکستان د پوځ هر برید د اسلامي امارت له پرېکنده ځواب سره مخ شوی دی.
په همدې حال، د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان، پر ملکي وګړو د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د منلو وړ نه بولي. دوی د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د دغو بریدونو پر وړاندې جدي او پرېکنده دریځ ونیسي، څو د نورو بې‌ګناه خلکو د وژنې مخه ونیول شي.

د چارو یو شمېر نور شنونکي بیا باور لري، چې پاکستان په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان پر وړاندې ناسمې او مغرضانه پالیسۍ غوره کړې او په خبره یې، دا تګلاره لا هم دوام لري.
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ یو شمېر لوړپوړو قوماندانو په راولپنډۍ کې د پوځ د مشر عاصم منیر په مشرۍ غونډه کې ادعا کړې وه، چې ګواکې د افغانستان له خاورې د دوی پر وړاندې ګواښونه لا هم پر ځای دي او د پوځي عملیاتو پر دوام یې ټینګار کړی و.
خو د اسلامي امارت چارواکو تل دغه ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې هېڅ ګواښ نه شته.

مطالب بیشتر:  پر پاکستاني پوځ موټر بم برید؛ اته پوځیان وژل شوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *