له نړیوالې ټولنې سره تعامل؛ قطر یې په تړاو غونډه کې کړې

له نړیوالې ټولنې سره تعامل؛ قطر یې په تړاو غونډه کې کړې

په افغانستان کې د قطر سفارت خبر ورکړی چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په تړاو یې د یوناما او اسلامي امارت د بهرنیو چارو د چارواکو په ګډون غونډه ترسره کړې ده.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د راتلونکو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحثونه شوي دي.

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دوهم رییس ذاکر جلالي ویلي چې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ رښتینی او عملي تعامل د باور جوړونې، متقابل درک او عملي همکاریو د پراختیا لپاره او ضروري دی.

هغه ویلي: «د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ واقع‌بینانه او عملي تعامل لا هم د باور جوړولو، د متقابل درک د پیاوړتیا او د عملي همکاریو د پرمختګ لپاره حیاتي او ضروري بلل کېږي».
اسدالله ندیم سیاسي شنونکی
د دې ترڅنګ بیا یو شمېر سیاسي شنونکي هیله څرګندوي چې دا غونډه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ واقع‌بینانه تعامل ته لار حواره کړي.
له بلې خوا، یو شمېر شنونکي له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اسلامي امارت د اړیکو په پیاوړتیا کې د قطر او یوناما رول مهم بولي او د نړیوالو ادارو پر بې‌طرفه او مسوولانه رول ټینګار کوي.
سیاسي شنونکي سید عبادالله صادق په دې اړه افاق خبري اژانس ته ویلي چې یوناما کولی شي د افغانستان واقعیتونه نړیوالې ټولنې ته په سمه توګه منعکس کړي او د نړیوالو اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي. هغه زیاته کړې چې له جګړې وروسته وضعیت، د میلیونونو کډوالو راستنېدل او د خلکو پراخو اړتیاوو ته په کتو، د اسلامي امارت، یوناما او د سیمې هېوادونو همغږي کولی شي افغانستان د نړیوالې ټولنې سره لا زیات او سیاسي، اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جون په ۱۶مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړ او له دفتر څخه یې وغوښتل چې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو د اسانتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

مطالب بیشتر:  د افغانستان په اړه د پاکستان په دریځ کې بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *