د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضلالرحمن د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي ترینګلتیاوو د مدیریت پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغان کډوال باید د دواړو هېوادونو د سیاسي او امنیتي اختلافاتو بیه ورنه کړي.
فضلالرحمن په پاکستان کې د میلیونونو افغان کډوالو څو لسیزې حضور ته په اشارې، د هغوی پراخ ایستل له بشري اصولو او د نړیوالو اړیکو له دودونو سره په ټکر کې بللي دي.
نوموړي په دغه هېواد کې د کلونو کډوالۍ د دواړو حکومتونو ګډه موضوع بللې او پر حللارې یې ټینګار کړی دی.
د جمعیت علمای اسلام مشر د پاکستان له خوا پر افغانستان د پولې هاخوا بریدونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، که اسلاماباد د وسلهوالو ډلو د مرکزونو له امله پر افغانستان بریدونه توجیه کوي، نو باید د نورو هېوادونو د ورته بریدونو په اړه دې هم همدا معیار وټاکي.
هغه ویلي، اسلاماباد باید په دې برخه کې یو شان چلند وکړي او له دوهګونو تګلارو دې ډډه وکړي.
فضلالرحمن زیاته کړې چې هېڅ عالم، مذهبي ګوند، د پاکستان حکومت او یا د افغانستان حکومت نه غواړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي. هغه ټینګار کړی چې ستونزې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو او همکارۍ له لارې حل شي.
نوموړي د اوسنیو ناامنیو یوه برخه د افغانستان د څو لسیزو جګړو پایله بللې او ویلي یې دي چې د جګړهځپلو نسلونو رامنځته کېدل د هغو سیاستونو پایله ده چې د شوروي ضد جګړې، د امریکا او ناټو د حضور پر مهال تعقیب شوي دي.
فضلالرحمن ویلي چې تر دې وړاندې یې له یو شمېر دیني عالمانو سره افغانستان ته سفر کړی و او د کډوالو، سوداګرۍ، سرحدي مدیریت او امنیتي مسایلو په اړه یې له افغان چارواکو سره خبرې کړې وې.
د هغه په وینا، په دغو لیدنو کې د ډېرو ستونزو لپاره د حل لارې موندل شوې وې، خو وروسته پرې عملي کار ونه شو.
هغه په پای کې له کابل او اسلاماباد غوښتي چې د خبرو مسیر ته بېرته وګرځي، دوستانه اړیکې پیاوړې کړي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو د خلکو د زیان او د ترینګلتیا د زیاتېدو لامل کېږي.
