روسیې ته د افغان پلاوي د سفر احتمال

روسیې ته د افغان پلاوي د سفر احتمال

کابل؛ افاق خبري اژانس: د روسیې ټاس خبري اژانس ویلي، ښايي د اقتصادي همکاریو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې له روسیې سره د قراردادونو او هوکړو په موخه، یو افغان پلاوی په نږدې راتلونکي کې مسکو ته سفر وکړي.

دغه اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي، اسلامي امارت له دغه هېواد څخه د موټرو، تېلو، غلو دانو، خوراکي توکو، درملو، او کیمیاوي سرې پېرلو ته لېوالتیا لري. د هغه په وینا، دواړه هېوادونه د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې کابل ته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک له سفر وروسته، د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې زیاتې شوې دي.

مطالب بیشتر:  خیرالله خیرخواه د جاپان له سفیر سره لیدنه کې د فرهنګي اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *