د یوناما څوکۍ ناروښانه برخلیک؛ د اتونبایوا ځای‌ناستی ولې ګومارل کېږي؟

د یوناما څوکۍ ناروښانه برخلیک؛ د اتونبایوا ځای‌ناستی ولې ګومارل کېږي؟

دا چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا دنده شپږ میاشتې وړاندې پای‌ته رسېدلې او دا مهال د یوناما استازولي د سرپرست له لوري اداره کېږي، خو تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له لوري په رسمي ډول دې دندي ته بل څوک نه دي معرفي شوي.

د چارو شنونکي یوناما د بشري مرستو رسولو او همداراز له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو پراختیا په برخه کې، د دې دفتر رول خورا مهم بولي. د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي. «سره له دې چې دا استازولي یو اجرایي بنسټ نه دی، خو د ډیپلوماسۍ په برخه کې یې رول، د بشري مرستو وړاندې کول، او د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په برخه کې اغېزمن رول لري. له همدې امله، په افغانستان کې د دې حضور له ځانګړي اهمیت او اړتیا څخه برخمن ګڼل کېږي.»

د چارو یو شمېر نور شنونکي بیا په دې باور دي، چې دغه بنسټ د خپل ماموریت پر مهال کې نه دی توانېدلې چې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د یوځای کېدو لپاره په اغېزمن ډول زمینه برابره کړي او د دواړو لورو ترمنځ اړین سیاسي تعامل رامنځته کړي. د دوی په وینا، د یوناما دفتر تر اوسه د افغانستان د وضعیت په اړه نړۍوالې ټولنې ته د مثبت او منلو وړ انځور په وړاندې کولو کې هم پاتې راغلی دی.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «یوناما نه ده توانېدلې چې افغانستان د خپل مأموریت په موده کې له نړۍوالې ټولنې سره مدغم کړي او په سیاسي برخه کې تعامل رامنځته کړي، او نه هم توانېدلې چې د افغانستان یو ښه انځور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.»

مطالب بیشتر:  د خواجه آصف اعتراف؛ پاکستان د امریکا خوشحاله کولو لپاره افغانستان کې ښکېل و

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې د یوه پرېکړه‌لیک په تصویب سره د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۷مې پورې غځولی دی. دا ځل د یوناما ماموریت یوازې د درې میاشتو لپاره غځول شوی، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې دغه ماموریت په عمومي ډول د یو کال لپاره غځول کېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *