د کابل او اسلام‌اباد کړکېچ؛ پر پاکستاني سیاست کورنۍ نيوکې

د کابل او اسلام‌اباد کړکېچ؛ پر پاکستاني سیاست کورنۍ نيوکې

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلتیاوې د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي او دې وضعیت په سیمه کې د کړکېچ او بحران پراختیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاستونو د نیوکو په دوام، دا ځل د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر مینا خان افریدي، د اسلام‌اباد پر دې سیاست سختې نیوکې کړې او دا تګلاره یې ناسمه او ناکامه بللې ده.
«واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د کابل او اسلام‌اباد اړیکې په تدریجي ډول ترینګلې شوې او اوس کابل د پاکستان په دښمن بدل شوی دی. دا وضعیت د پاکستان د بهرني سیاست د ناکامۍ څرګندونه کوي او مسوولیت یې نېغ په نېغه فدرالي حکومت ته متوجه دی».

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د بهرني سیاست په اړه نیوکې په داسې حال کې کېږي، چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د بلوڅانو د حقونو نامتو فعالې ماه‌رنګ بلوڅ، ادعا کړې چې د افغانستان یو شمېر پخواني پوځيان د بلوڅانو پر وړاندې په عملیاتو کې د پاکستاني ځواکونو ترڅنګ ګډون لري او په خبره یې، د پاکستان حکومت هغوی بسیج کړي دي.
نوموړې ویلي چې دې موضوع د بلوڅانو پراخه اندېښنه او غوسه راپارولي او ښايي دا چاره د بلوڅانو او افغانانو تاریخي اړیکو ته زیان ورسوي. مېرمن بلوڅ د پاکستان دغه سیاست د سیمې د راتلونکې لپاره خطرناک بللی دی.

په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاست نیوکه کوي او وايي چې دا ډول تګلاره له ناکامۍ سره مخ شوې او پایله به ورنه کړي.
دوی له پاکستانه غواړي چې له افغانستان سره خپلې ترینګلتیاوې له سیاسي لارو حل کړي.

مطالب بیشتر:  د جي ۷ غونډې اعلامیې ته د ا.ا غبرګون؛ د افغانستان له خاورې هېچاته ګواښ نشته

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د (میمري) په نومه یوه څېړنیز مرکز په خپله شننه کې ادعا کړې چې د پاکستان امنیتي تګلاره په وروستیو کلونو کې د سیمه‌ییزو موخو د پرمخ وړلو لپاره د نیابتي ډلو پر کارولو ولاړه وه او د داعش خراسان څانګه هم په همدې چوکاټ کې کارول شوې ده.
د دې راپور لیکوال ادعا کوي چې د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو، په ځانګړې توګه له ۲۰۲۱ کال وروسته، د پاکستان پوځ پر افغانستان د فشار زیاتولو او هم‌مهاله د بلوڅو وسله‌والو ډلو د کنټرول لپاره د داعش خراسان له ظرفیت د امنیتي وسیلې په توګه ګټه اخیستې ده؛ هغه موضوع چې د ده په باور، ښايي له سویلي اسیا ورها خوا هم پراخې منفي پایلې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *