د کابل او اسلام‌اباد کړکېچ؛ پاکستان پخواني شرطونه بیا تکرار کړي

د کابل او اسلام‌اباد کړکېچ؛ پاکستان پخواني شرطونه بیا تکرار کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په اړه ویلي چې پاکستان هېڅ داسې لاره نه ده پرېښې چې له افغانستان سره ډیپلوماټیک تعامل تعقیب نه کړي. اندرابي زیاته کړه که ډیپلوماسي بیا پیل شي، نو د اعتماد د بیا رامنځ‌ته کولو لپاره د افغانستان له لوري د ځانګړو او د تایید وړ ژمنو وړاندې کول ضروري دي؛ داسې ژمنې چې ډاډ ورکړي د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.
اندرابي همداراز ویلي چې د پاکستان اقدامات د افغانو پر ضد نه دي، بلکې ټولې هڅې یې د کورنیو امنیت ډاډمنلو لپاره دي.
«که ډیپلوماټيک بهیر بیا پیل شي، نو د پیل ټکی دې یې د افغانستان له لوري د تایید وړ تضمین وي چې د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي. لکه څنګه چې مخکې مې هم ویلي، د افغانستان خلک زموږ وروڼه او خویندې دي، زموږ ترمنځ تاریخي، فرهنګي، ژبني او قومي اړیکې شته او موږ له هغوی سره هېڅ دښمني نه لرو. موږ هغوی ته د بریا او سوکالۍ هیله لرو. یوازې یوه اساسي موضوع او یو مهم اختلاف شته چې د افغانستان اداره باید ورته رسیدګي وکړي».
اندرابي د ارومچي ناستې ته په اشارې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د اسانتیا په برخه کې د چین مثبت رول ته په کتو ویلي چې اسلام‌اباد او بیجینګ لا هم د افغانستان د موضوع په تړاو نږدې همغږي او مشورې لري او دا مشورې د سیمه‌ییزو هڅو په چوکاټ کې دوام لري.
هغه همداراز د ارومچي د راتلونکې ناستې په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې تر اوسه د نوي پړاو د ناستې لپاره کوم مشخص پلان نشته.
«یوه ناسته د چین په ارومچي ښار کې ترسره شوه، خو زه د بلې ناستې د پلان په اړه معلومات نه لرم. پاکستان او چین د افغانستان په موضوع کې نږدې همکاري لري. څو اوونۍ وړاندې د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ پاکستان ته سفر کړی و او مهمې خبرې اترې وشوې، موږ دا مشورې جاري ساتو».
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په خپلو پخوانیو دریځونو کې یې څو ځله ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد ګواښ نه ده او دا دریځ تل د اسلامي امارت د سیاست یوه برخه ګڼل شوې چې د نه لاس‌وهنې او د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا پر اصل ولاړ دی.

مطالب بیشتر:  عبدالقهار بلخي: له امریکا پاتې پوځي تجهیزات د افغانانو شتمني ده

سیاسي شنونکی توریالی ځاځی وايي: «د پاکستان لپاره اړینه ده چې د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړ وکړي او د کابل سره د ډیپلوماټیکو، ټولنیزو او اسلامي اړیکو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي. پاکستان باید نړیوالې ټولنې ته دا ژمنه ورکړي چې نور د افغانستان لپاره ګواښ نه دی، پاکستان یو لوی تروریستي هېواد د».
د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې د سیمې هېوادونو لکه چین، قطر او ترکیې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د اسانتیا او د اختلافاتو د کمولو لپاره هڅې کړې دي، خو دا هڅې د نظرونو د اختلاف او د پاکستان له لوري د ځینو نه منلو وړ شرطونو له امله تر اوسه عملي پایلې ته نه دي رسېدلي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *