د کابل او اسلام‌اباد شخړه؛ ملګرو ملتونو د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې

د کابل او اسلام‌اباد شخړه؛ ملګرو ملتونو د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ له ډیپلوماټیکو لارو د ستونزو هواري لپاره د غوښتنو په دوام، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر، برهام صالح، له سکای نیوز سره په مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو د کمېدو غوښتنه کړې ده.
هغه خبرداری ورکړی چې د کړکېچونو په دوام سره، افراطي او وسله‌والې ډلې کولای شي له اوسني وضعیت ناوړه ګټه واخلي او په سیمه او له هغې هاخوا د بې‌ثباتۍ لمن پراخه کړي.
هغه همداراز د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د دوامدارو حل‌لارو د موندلو لپاره د سیمه‌ییزو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
برهام صالح، چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، د اسلامي امارت له چارواکو سره یې لیدنو کې د بېرته ستنېدونکو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، هغه د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، سره په لیدنه کې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د حمدالله فطرت په وینا، عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې د افغان کډوالو جبري ایستل او ورسره چلند د ټولو نړیوالو اصولو خلاف بللی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د افغانانو شتمنۍ او ملکیتونه له ګواښ سره مخ دي.
په ورته وخت کې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر برهان صالح او د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام له مشر الکساندر ډي‌کرو سره لیدنه کې ویلي، چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله افغانانو د کډوالي تر ټولو ستر بار پرې کړی دی.
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د کابل او اسلام‌اباد د کړکېچونو پر سیاسي حل او د راستنېدونکو پر ملاتړ ټینګار کوي، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دوه ورځې وروسته، د جولای په لسمه نېټه به په دغه هېواد کې د ناقانونه افغانانو د ایستلو عملیات پراخ او په ټولو ښارونو کې پیل شي.
پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې دا اقدام یوازې هغه غیرقانوني کډوال او هغه کسان په نښه کوي چې د قانون خلاف فعالیت کوي.
د رسمي شمېرو له مخې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، شاوخوا اته میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

مطالب بیشتر:  له زلزله ځپلو سره ژمنې؛ ګڼو کورنیو او بهرنیو بنسټونو د مرستو ټټر وهلی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *