د کابل او اسلام‌اباد ستونزه؛ پاکستان لا هم پر پخوانۍ پالیسۍ روان دی

د کابل او اسلام‌اباد ستونزه؛ پاکستان لا هم پر پخوانۍ پالیسۍ روان دی

 

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم دوام لري. دواړه هېوادونه یو بل هغو ډلو ته پر پناه ورکولو تورنوي، چې په وینا یې، کابل او اسلام‌اباد ته ګواښ پېښوي.
خو په دې منځ کې، پاکستان د افغانستان له خاورې د راپورته کېدونکو ګواښونو د اندېښنو ترڅنګ، وخت ناوخته د هېواد پر ځینو سیمو هوایي بریدونه هم کوي. د پاکستان په وینا، دغه بریدونه د ترهګرو پر مرکزونو ترسره کېږي، خو کابل بیا وار وار ویلي چې دا بریدونه پر ملکي وګړو شوي او جنګي جنایت دی.
د دې ترینګلتیاوو په لړ کې، د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د روانو کړکېچونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاست نیوکې کړې او هغه یې ناکام بللی دی. هغه ادعا کړې چې اسلام‌اباد د اسلامي امارت د مخالفینو په رابللو سره په افغانستان کې د رهبرۍ د بدلون په هڅه کې دی.
«د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد پالیسي پنځه لسیزې کېږي ناکامه شوې ده. پاکستان اوس د طالبانو (اسلامي امارت) د مخالفو ډلو په رابللو سره هڅه کوي یو اېتلاف جوړ کړي او په افغانستان کې د سیاسي معادلو او رهبرۍ د بدلون په لټه کې دی. که پاکستان هماغه پالیسي ته دوام ورکړي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې یې څو ځله ازمویلې او ناکامه شوې ده، د افغانستان له غبرګون سره به مخ شي».

افراسیاب خټک د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي چې پاکستان د افغانستان په اړه روښانه پالیسي نه لري او تر ډېره د سترو قدرتونو د سیاستونو په چوکاټ کې عمل کوي.
خټک باور لري چې پاکستان له ژور سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او مشران یې هڅه کوي د ډیپلوماټیکو بریاوو په برجسته کولو سره له کورنیو ستونزو د عامه افکارو پام واړوي.
که څه هم د کابل او اسلام‌اباد اړیکې په وروستیو کې ترینګلې شوې او ان تر نښتو او کړکېچونو ته رسېدلې خو پوښتنه دا ده، چې ولې کابل او اسلام‌اباد خپلې ستونزې له ډیپلوماټیکو او سیاسي لارو نه حلوي؟
د سیاسي چارو یو شمېر نور شنونکي پاکستان تورنوي چې د افغانستان په اړه دوه‌ګونی سیاست پر مخ وړي او نه غواړي په هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي.
د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره داسې مهال نیوکو زور اخیستی چې دغه هېواد پرون د بې‌اسناده افغانانو د نیولو بهیر پیل کړ. هغه پرېکړه چې له توندو غبرګونونو سره مخ شوه او د کډوالو د حقونو فعالانو دغه اقدام د بشري حقونو او کډوالۍ د ټولو نورمونو او اصولو خلاف وباله.

مطالب بیشتر:  آفاق خبري آژانس د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور سره د فعالیت اعلان وکړ

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *