د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د رغېدو لپاره د بېجینګ نوې هڅې

د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د رغېدو لپاره د بېجینګ نوې هڅې

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې لا هم په کړکېچین وضعیت کې دي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شاویونګ، پاکستان ته له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره تر لیدنو وروسته په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له پاکستاني چارواکو سره د هغه وروستۍ لیدنې د افغانستان په تړاو د لا زیات باور او همکارۍ فضا رامنځ‌ته کړې ده.
هغه ویلي له پاکستاني چارواکو، په ځانګړي ډول امنه بلوچ او محمد صادق سره لیدنې د راتلونکو همکاریو او له افغانستان سره د ورورولیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړې ده.

یو شاویونګ ویلي: «له امنه بلوچ، د بهرنیو چارو وزارت له منشي او د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي او نورو چارواکو سره زما لیدنې ښې وې. دواړو خواوو ته د راتلونکو همکاریو او له افغانستان سره د ورورولیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ښه اعتماد رامنځ‌ته شو.»

د سیاسي چارو شنونکي توریالي ځاځي په دې اړه ویلي: «چین د پاکستان له ټولو کړنو خبر دی او اوس چې پاکستان د حسن نیت نښې ښودلې دي، بیا هم پر دغه هېواد بشپړ باور نشي کېدای. د افغانستان خلک او اسلامي امارت باید خپله هڅه وکړي چې له دې وضعیت څخه ځان وباسي.»»

په همدې حال کې د چین ځانګړي استازي د خپلو لیدنو په دوام په اسلام‌اباد کې د اروپايي ټولنې له استازي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره هم لیدلي دي. په دې لیدنه کې هم د سیمې د وروستیو بدلونونو او د دوامدارې سولې او امنیت د ټینګښت په اړه خبرې شوې دي.

مطالب بیشتر:  د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو حل په پار د هلو ځلو دوام

یو شاویونګ ویلي: «پرون مې په اسلام‌اباد کې د اروپايي ټولنې له استازي اریک کورزویل او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ګیل برتراند سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د سیمې د بدلونونو په اړه رغنده خبرې وشوې او د دوامدارې سولې او امنیت پر ټینګښت ټینګار وشو.»

دا په داسې حال کې ده چې له جاپان وروسته، په ملګرو ملتونو کې چین ته د افغانستان د دوسیې ارزونه او مخ ته وړل سپارل شوي دي. شنونکي باور لري چې بېجینګ هڅه کوي د سیمه‌ییزو او نړیوالو مشورو په پراخولو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو اړیکې ورغوي خو دا به وروسته څرګنده شي چې چین تر کومه بریده په دې بهیر کې ګټور رول لوبولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *