په داسې حال کې چې له څلورو ورځو راهیسې د اسلامي امارت او پاکستان استازي د چین په منځګړیتوب په اورمچي ښار کې پر مذاکراتو بوخت دي، له دې خبرو اترو سره هم مهاله پاکستان لا هم د افغانستان پر خاوره خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی؛ هغه بریدونه چې د دواړو لورو ترمنځ د نښتو لامل شوي دي.
د هېواد په سوېل ختیځ کې د ۲۰۳ منصوري قولاردو ویاند عبدالحق فدا، وایي چې د تېرې شپې د نښتو په پایله کې، چې شاوخوا د شپې په اته بجو د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې پیل شوې وې، تر اوسه د پاکستان د پوځ یوه پوسته له منځه وړل شوې، څو سرتېري یې وژل شوي او د یو پاکستاني سرتېري مړی هم د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلی دی.
په ورته وخت کې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، لغمان کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال د خلکو پر یووالي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې خلک د اسلامي امارت د ملاتړي ځواک په توګه د نظام ترڅنګ ولاړ دي. نورالله نوري، پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو ته په اشارې سره، چې ملکي هدفونه یې په نښه کړي، زیاته کړې چې که امر وشي، آن سپینږیري به هم د امنیتي ځواکونو تر څنګ جبهې ته د تلو لپاره چمتو وي.
دسرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړه: «دا خلک زموږ اردو ده، او همدا اردو د نظام لپاره بسنه کوي. موږ ډاډه یو چې تاسو د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ یاست، ځکه چې تاسو په تاریخ کې بریالي شوي یئ. موږ په دې باور یو چې تاسو زموږ سره یاست، ځکه چې د شلو کلونو په اوږدو کې مو له موږ سره په سختیو کې اوږه په اوږه ولاړ وئ.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، چې اسلامآباد تل د کابل پر وړاندې دښمنانه چلند غوره کړی او په ورته وخت کې، له سولهییزو پیغامونو سره سره، فتنې او پارونې ته دورام ورکوي. د هغوی په وینا، دا چلند د دغه هېواد د چارواکو د سیاسي چلند، وینا او کړنو ترمنځ د څرګند تضاد ښکارندویي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کابل او اسلامآباد ترمنځ مذاکرات دوام لري، خو لا تر اوسه یې جزیات نه دي خپاره شوي. تازه ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دواړو لورو ترمنځ مذاکراتو ښه پرمختګ کړی او د راتلونکې اونۍ تر پنجشبنې پورې به دوام ولري.
